د بامیانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د ۶ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر محمد خواني رسا ویلي، چې دغه پېښه نن سهار ۱۰ بجې د کابل – بامیانو پرلاره د مرکز په فاطمستي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامځته شوې، چې په کې ۶ کسان ټپيان شوي دي. رسا زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو پر وخت سیمې ته رسېدلي او ټپيان یې د دغه ولایت مرکزي روغتون ته انتقال کړي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. نوموړي د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي یاده کړه.
































