د هوا پېژندنې ملي ادارې مسوولین د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د توپانونو او دوړو د رامنځته کیدو خبر ورکړی. د هوا پېژندنې ملي ادارې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر ۹۰ کیلومترو اټکل کړی دی. بلخوا، د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر وخت د پولیسو او اړوندو ادارو مکلفیت دی چې د خپلو خلکو د ځان او مال ساتنه وکړي. یو شمېر روغتیا پالان بیا وايي، حکومت باید د داسې پېښو له پېښېدو وړاندې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي تر څو خلک زیانمن نه شي.
































