د ترافیکو عمومي ریاست د شمېرو له مخې په تېرو پنځو ورځو کې په هېواد کې د ۹۸ ټرافیکي پيښو له امله ۶۶ تنه مړه شوي او ۱۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر د معیاري سړکونو نشتوالی او د یو کلي موټرو زیاتوالی د دغو پېښو له اصلي لاملونو ګڼي. د شمېرو پر بنسټ، د دغو پېښو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کندوز ولایت کې اوښتې ده. بل خوا د کابل ځينې اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د بې اسنادو موټرو د ګرځېدو مخه ونیسي.
































