د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۳مه غونډه کې ګډون او مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ وويل، چې موږ بايد ستراتيژيکې همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړو، د خبرو اترو له لارې توپيرونه حل کړو، د سيالۍ پر ځای همکارۍ وکړو، د يو بل مرکزي ګټو او مهمو پاملرنې وړ ټکو درناوی وکړو او د پرمختګ او سمسورتيا په اړه متقابل ملاتړ وکړو. بايد د سيمې د عمومي او دايمي ګټو له لحاظه په خپلواکه توګه ډيپلوماتيکې تګلارې تدوين شي او د ځان د پرمختګ راتلونکی په خپل لاس کې په ټينګه ونيسي.































