د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۳مه غونډه کې ګډون او مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ وويل، چې د اقتصاد پرمختګ هڅول د سيمې د هېوادونو ګډه دنده ده. چين به له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د نړيوال پرمختګ وړانديز تطبيق کړي، د اقتصاد د نړيوال کېدو پر سمې لار به ټينګار وکړي، د سوداګرۍ د غوښتنې، يو اړخيز بنديزونو، د ملي امنيت مفهوم له ناوړې استفادې سره به ټينګ مخالفت وکړي، له اقتصادي ځنځير څخه د پري کولو کړنې به رد کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ به د پرمختګ لاسته راوړنې زياتې کړي تر څو د پرمختګ ګټې په عادلانه توګه د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ورسوي.
































