د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جولای په ۳مه نېټه خوړو ته پر لاسرسي باندې د اقليمي بدلون د منفي اغېزې اړونده غونډه تر سره کړه. په دې غونډه کې د چين استازي له بېلابېلو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې د نړيوال پرمختګ د وړانديز تر چوکاټ لاندې د اقليمي بدلون او د خوړو امنيت په برخو کې همکارۍ ټينګې او پراخې کړي.
د چین استازي ویلي، چې د خوړو امنيت د انسان د ژوند او پرمختګ په اړه کليدي مسئله ده. بېلابېلې خواوې بايد د اقليمي بدلون د منفي اغېزو د لري کولو لپاره د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون او د پاريس تړون نافذ وساتي. پرمختللي هېوادونه د اقليمي بدلون مسئلې په اړه تاريخي مسئوليت لري، بايد لومړی د کاربن ايستنه کمه کړي او د پرمختيايي هېوادونو د زرغون پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي، د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون تر ۲۸مې غونډې مخکې د ۱۰۰ ميليارډو ډالرو د پانګونې ژمنه دې پوره کړي، له پرمختيايي هېوادونو سره د اقليمي بدلون د ستونزې د حل په برخه کې ظرفیت لوړ کړي او د خوړو امنيت دې په لوړه کچه کې خوندي وساتي.































