د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي، چې په تورخم کې پولیسو د لاجوردو غميو د قاچاق مخه ونیولې ده. تورخم کې امنیتي مسوولینو ویلي، چې دوی تېره شپه د یوه کس سره ګران بیه لاجورد غمي چې پاکستان ته یې په پټه او محفوظ ډول د قاچاق هڅه کوله نیولی دی. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په تورخم کې د ګران بیو ډبرو او غمیو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
































