په دې وروستيو کې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ سمندر ته د جاپان د فوکوشيما برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو د ايستلو په اړه د ارزونې راپور خپور کړی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۴مه نېټه په دې اړه ويلي، چې ياد راپور د ټولو کارپوهانو نظرونه نه دي څرګند کړي، په راپور کې اړوندې نتيجې د ټولو کارپوهانو موافقه نه ده تر لاسه کړې. چين په دې اړه افسوس څرګندوي، چې دغه سازمان په بيړه راپور خپور کړی.
د بېجینګ په اند، ياد راپور سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو اجازه لیک نه شي ګرځېدلی. د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د محدود صلاحيت له امله سمندر ته د جاپان د ککړو اوبو د خوشي کولو د پلان مشروعیت نه دی څارلی، د جاپان د اټومي ککړو اوبو د تصفيه کولو تجهيزاتو د دايمي مؤثریت ازموينه يې نه ده تر سره کړې، د ذروي ککړو اوبو د اړوندو شمېرو دقيق والی يې نه دی تائيد کړی، نو اړوندې نتيجې بشپړې او هراړخيزې نه دي.































