د جولای د پنځمې نيټې په سهار د هارنونو په وهلو سره د چين له لان جو څخه د کاشغر په تېرېدو سره افغانستان ته لومړی اورګادی د چين د ګان سو ولايت د لان جون ښار د ځمکني بندر د مالونو د ليږد راليږد له نړيوال مرکز څخه حرکت وکړ. له دې څخه ښکاري چې د سړکونو او اورګاډي په وسيله په دې ځمکني بندر کې نوې لار په برياليتوب سره پرانيستل شوه.
په دې اورګاډي کې د موټرو برقو، فرنيچر، دفتري توکو، د ژوند د اړتيا وړ توکو، ماشينونو او تجهيزاتو په شمول د ۳۹ کانتينرونو مالونه بار وو چې وزن يې ۸۶۰ټنه او ارزښت يې ۱،۵ مليونه امريکايي ډالره دی.
































