د بلخ ولایت د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې په دې ولایت کې نږدې ۸۰۰ میرمنې د تولیدي فابریکو مسوولیت پر غاړه لري. د بلخ د صنایعو او کانونو خونې مسوولین زیاتوي، چې هڅه کوي لا ډيرو میرمنو ته په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي. د دوی په خبره، چې دغه میرمنې د جامو ګنډلو، کرنې، خوراکي توکو، مالدارۍ او یو شمیر نورو فابریکو کې په کار بوختې دي.
































