د لغمان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو له لارې زرګونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده. د دوی په خبره، چې دغه ټولګي یې ددې ولایت په مرکز او لرې پرتو سیمو کې د یونېسف په مالي ملاتړ فعال کړي دي او هڅه کوي، چې په نورو سیمو کې هم ورته ټولګي را منځته کړي.
































