طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د حمل میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سیلابونو له کبله خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.یاد وزارت وايي، چې د روان کال د وري میاشتې څخه تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۱۵۱ کسان مړه، ۲۲۵ کسان ټپیان، ۲۱۶۲ کورونه په نیمه یا بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۳۲۹۹ څاروي او ۱۵۲۷۰ جریبه کرنیزې ځمکې او مېوه لرونکي باغونه له مینځه تللي دي.
































