د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې په ۲۲ زره او ۴۰۰ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د تیرو کلونو په پرتله باندې ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست په خبره، چې تمه ده سږ کال په دې ولایت کې له کرل شویو ځمکو څخه ۶۶ زره او ۶۴۰ ټنه غنم ترلاسه شي. د لوګر ولایت بزګران هم سږ کال له خپلو حاصلاتو څخه خوښ دي او زیاتوي، چې د تیرو کلونو په پرتله باندې یې سږ د غنم حاصلات زیات دي.
































