د امریکا ولسمشر جوبایډن د سویډن له صدراغظم اولف کرېسترسن سره په لیدنه کې ویلي، چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب غوښتنې وروستي تایید ته سترګې په لار دی. ټاکل شوې چې بایډن را روانه یکشنبه د یوې ورځې لپاره بریتانیا ته ولاړ شي او له هغه ځای څخه بیا ویلنیوس ته ځي چې د ناټو په سرمشریزه کې برخه واخلي. فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته خپل د کلونو کلونو پوځي ناپیلتوب ختم کړ او د ناټو د غړیتوب غوښتنې یې وکړې.
































