د لغمان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دې ولایت په باد پیښ ولسوالي کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې. د دوی په خبره، چې په دې پروژو کې استنادي دېوالونو جوړول، سړکونو ترمیم او رغول او د اوبو د یو شمېر کانالونو پاکول شامل دي. چارواکي دغه راز زیاتوي، چې ددې پروژو په پیل کېدو سره ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د لغمان اوسېدونکي ددې پروژو څخه د هرکلي ترڅنګ د ورته نورو پروژو د پیل غوښتنه کوي.
































