د روغیتا نړیوال سازمان وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ساري او موسمي ناروغیو له کبله ۱۲۴ تنه افغانان مړه شوي دي. دې سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال په ۲۶مه اوونۍ کې د کانګو، شري، اسهال، کوېډ۱۹ او ډينګي ناروغیو امله ۴ تنه او د ۲۰۲۳ کال د جنوري له لومړۍ نېټې د همدې کال د جولای تر لومړۍ نېټې ۱۲۴ کسان مړه شوي دي. د دې راپور پر بنسټ، د روان میلادي کال د جون میاشتې له ۲۵مې د جولای تر لومړۍ نېټې د کانګو ناروغۍ د ۴۲ پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې ۱۵ یې ‘پي سي آر’ تایید کړي. راپور زیاتوي، د کانګو ناروغۍ له امله په یاده یوه اوونۍ کې ۳ تنه مړه شوي، خو د ۲۰۲۳ کال له پيله تر اوسه بیا ۴۲۲ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي چې ۳۵ تنه په کې مړه شوي دي. دغه راز د ۲۰۲۳ کال له جنوري د جولای تر لومړۍ نېټې ۸۵۲۲۸ تنه پرې اخته شوي چې په دې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۴۰ تنه مړه شوي دي.
































