د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو ویلي چې د روسیې د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین بېرته خپل هېواد ته ستون شوی دی. پرګوژین په روسیه کې تر وسله وال بغاوت وروسته د بېلاروس د مشر په منځګړیتوب له روسیې بهر شوی او په بېلاروس کې مېشت شوی و. د بېلاروس د خبري اژانس د راپور له مخې، د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو نن د جون ۶مه وویل تر کومه ځایه چې هغه پوهېږي، د واګنر جنګیالي په خپلو دایمي کمپونو کې پاتې دي او یوګیني پریګوژین په سنټ پیترزبورګ کې دی.
































