څه دپاسه دوه زره کاله مخکې د چین استازی جانګ چیآن خپل ماموریت پیل کړ ترڅو لویدیځو سیمو ته سفر وکړی او د ورېښمو لاره پرانیزی او اروپا ، اسیا او افریقا سره وصل کړی ، د چین او افغانستان ترمینځ دودیز ملګرتیا رامینځته او د انسانی تمدن په تاریخ کې د لوی تبادلې دوره پرانیزی. د زرګونو کلونو لپاره ، د ورېښمو لارې په اوږدو کې د خلکو ترمینځ ملګرتیا ، متقابل کلتوری تبادلې او سوداګری دوام لری ،او د ورېښمو لارې د سولې او همکارۍ ، خلاصون او شمولیت ، متقابل زده کړې او ستاینې ، او متقابلې ګټې روحیه جوړوي ، کوم چې تر نن ورځې پورې تیریږی او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د هیوادونو سوکالۍ او پرمختګ کې خورا ډیره مرسته کړې. او د انسانی تمدن یو ارزښتناک میراث ګرځیدلی دی.
په ۲۰۱۳ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نوښت وړانديز وکړ چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټينګېدو، د متقابلو همکاريو د ژورتيا او د پراخې پرمختيايي امکانات رامنځته کړی. په تیرو لسو کلونو کې د ټولو خواوو په ګډو هڅو سره، بی ار آی د نړیوال عامه تولیداتو او نړیوالې همکارۍ په یوه مشهور پلیټ فارم بدل شوی دی. د چين د دوستۍ حلقه په پرله پسې توګه پراخېږي او له نورو هېوادونو سره عملي همکاري په ژوره توګه پرمختګ کوي . او د بی ار ای د لوړ کیفیت پراختیا ته د چین د وده ورکولو لپاره عمل ښیې چې چین تل د نړیوالې سولې جوړونکی ، د نړیوال پرمختګ کې مرسته کونکی ، د نړیوال نظم ساتونکی او د عامه توکو چمتو کونکی دی. په تیرو لسو کلونو کې بی . ار.آی په تدریجي ډول د یوې مفکورې څخه عمل ته او له لید څخه په واقعیت بدل شوی چې ګټورې پایلې لري. د شمېرنې له مخې، چين له څه دپاسه ١٥٠ هېوادونو او ٣٠ نړيوالو سازمانونو سره د بی. ار.آی د همکارۍ څه باندې ٢٠٠ سندونه لاسليک کړي دي .
بی. ار.آی. د نږدې ټریلیون ډالرو پانګونه هڅولې، له ۳۰۰۰څخه ډیرې همکارۍ پروژې یې رامینځته کړې، د لارې په اوږدو کې د هیوادونو لپاره ۴۲۰،۰۰۰دندې رامینځته کړې چی نږدې ۴۰ میلیون خلک یې له بې وزلۍ څخه راوباسي. د بی آر. آی هیوادونو سره د چین د کالیو تجارت په ۲۰۱۳کې دوه چنده شوی چې د ۱.۰۴ ټریلیون امریکایی ډالرو څخه په ۲۰۲۲کې ۲،۰۷ټریلیون امریکایی ډالرو ته رسیدلی چی د اوسط کلنی وده اته سلنه ده. په عين وخت کې، د بی. ار.آی هېوادونو او سيمو سره د چين تګلارې اړيکې ژورې، د تاسيساتو ارتباط او د سوداګرۍ جريان پياوړی شوی ، مالي بهير پراخ او د خلکو تر منځ تبادله پياوړتیا زیاته شوی ده.
په تېرو دوو کلونو کې چين په فعاله توګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې عملي همکارۍ پياوړې کړې دي. موږ د افغان جلغوزیو او نورو لوړ کیفیت لرونکو کرنیزو محصولاتو د واردولو لړۍ دهوایی دهلیز د پرانستلو له لارې پراخه کړې ترڅو د افغان جلغوزیو له کروندګرو سره مرسته وکړي چې خپل عاید زیات کړي. د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ د میکانیزم له لارې، موږ د سیمې د هېوادونو تر منځ یوه اجماع رامنځته کړې، څو له افغانستان سره د اتصال د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي او له جیوپولیټیکي ګټو څخه په بشپړه توګه خلاص او په سیمه ییزو همکاریو کې مدغم شي. او د تېر کال په مارچ میاشت کې له افغانستان سره د اقتصادي بیارغونې او عملي همکارۍ په برخه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د تونشي نوښت له ۳۰ څخه زیاتې پروژې په پرله پسې توګه پرمخ ځي. د تېر کال په ډسمبرمیلادی میاشت کې، چین له افغانستان څخه د مالیې وړ وارداتو په سلو کې ۹۸ ته صفر تعرفه ورکړه، چې له افغانستان سره یې د خپلواکې پراختیا ظرفیت لوړولو کې مرسته وکړه. چین له افغانستان سره د ۳۵۰ میلیونو ار. ام . بی (د چینایی اسعار)څخه زیاتې بشري مرستې هم کړې دي، د اړتیا وړ خوراکي توکي، درمل، ژمني جامې او د زلزلې ځپلو افغانانو ته یې مرستې رسولي دي. دا مهال د دواړو حکومتونو ترمنځ د نورو مرستو د پروژو د پلي کولو په اړه خبرې روانې دي چې د افغانانو د ژوندانه د ښه کولو لپاره ګټه پورته کړي شی..
چين د افغانستان د دوستانه ګاونډي او صادق دوست په توګه د يو مسوول ځواک په توګه د عدالت او مسئوليت څرګندونه کړې ده. په دې حساس وخت کې چې افغانستان د خپلې هوساینې لپاره هلې ځلې کوي، چین هم د افغانستان د راتلونکي پرمختګ په اړه خپله بشپړه هیله او باور څرګندوي. چین غواړی له افغانستان سره همکاری وکړی، همدارنګه د افغانستان د پراختیایی ستراتیژۍ سره د بی ار ای ارتباط ته وده ورکړی او افغانستان ته د چین او پاکستان اقتصادی دهلیز پراخ کړی. بی ار آی د افغانستان د اقتصادی بیارغونې او بریالی پرمختګ لپاره ډیر فرصتونه او د افغانستان خلکو ته لا زیاتې د پام وړ ګټې راوړی .
































