د خبر له مخې، چين ته د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو لوړپوړی استازي جوزېف بورېل سفر لغوه شو چې د ټاکلي پلان له مخې دې په راتلونکې اوونۍ کې تر سره شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۵مه نېټه يوې مطبوعاتي غونډې ته په دې اړه ويلي، چې چين له اروپايي ټولنې سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او ورسره په بېلابېلو کچو او برخو کې تګ راتګ ساتي.
نوموړي ويلي، چې چين له جوزېف بورېل څخه هرکلی کوي، چې د دواړو خواوو په مناسب وخت کې ژر چین ته سفر وکړي، هېواد يې غواړي له اروپايي ټولنې سره اړیکې جاري وساتي.































