په تېرو څو اونيو کې په خوست ښار کې یو شمېر کسان په هدفي ډول وژل شوي دي او وروستۍ پېښه یې درې ورځې وړاندې د خوست ښار سپین جومات سره وشوه، چې په یوه وسله وال برید کې څلور کسان ووژل شول. ځایي خلک په خوست ښار کې وروستیو وژنو اندېښمن کړي دي. دوی وايي د امنیتي ځواکونو په شتون کې وسله وال څنګه د ښار په منځ کې خلک ترور کولی شي. په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي هم د خوست ښار د امنیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. نوموړي ویلي په تېرو څلور میاشتو کې په خوست ښار کې ۲۰ تنه امنیتي منسوبین ترور شوي دي. د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان ویلي، چې دوښمن د مخامخ جګړې توان نه لري او ځینې وختونه له شا څخه ګوزار کوي. نوموړی د خوست امنیتي حالت د ډاډ وړ بولي.
































