د خبر له مخې، د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۹مه نېټه تصويب کړې، چې د چین تايوان ته مهمات او لوژستیک ملاتړ پلور برابر کړي، چې عمومي ارزښت يې ۴۴۰ میليونو ډالرو ته رسېدلی. د چين د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي وياند تان که فېي د جولای په ۵مه نېټه په دې اړه ويلي، چې چين تايوان ته د امريکا د وسلو له پلور سره ټینګ مخالفت کوي او په دې تړاو یې امريکا ته جدي احتجاج وړاندې کړی.
امريکا د چين په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه کوي او له بد نیت سره د تايوان تنګي وضعيت کړکېچن کوي. د امريکا داسې کړنې به تايوان او د دې سيمې خلک په زيانمن حالت کې ښکېل کړي.
































