چين د اورګاډيو ملي ګروپ د جولای په ۶مه خبر ورکړ، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د چين د اورګاډيو ايکسپرېس(China Railway Express)۸۶۴۱ بار وړونکي اورګاډي لېږل شوي او ۹۳۶ زره کانټینرونه مالونه ترې لېږد رالېږد شوي دي، چې دا دوه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۱۶ او ۳۰ سنله زیات شوي دي. تر اوسه پورې، د چين د اورګاډيو ايکسپرېس د بار وړونکو اورګاډیو شمېر له ۷۳ زرو او د لیږل شويو مالونو کانټينرونو شمېر له ۶،۹ میلیونو څخه اوښتی چې د ۲۵ اروپايي هېوادونو ۲۱۶ ښارونو ته رسېدلي دي.
































