د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۶مه نېټه وويل، چين يو ځل بيا له جاپان څخه غواړي، چې د سمندري چاپېريال او د انسانانو د روغتيا لپاره مسؤلانه رويه غوره او سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو له پلان څخه دې لاس واخلي. ده زیاته کړه، چې یاد هېواد دې په دغه ظلم سره نه اټکل کېدوونکی خطر پر نړيوالې ټولنې تحميل نه کړي.
وانګ ون بين وويل، چې چين څو څو ځله د جاپان د اټومي ککړو اوبو د خوشي کېدو په اړه خپل دريځ بيان کړی. جاپان لږ اقتصادي لګښت ته لومړيتوب ورکړی، نه دا چې د سمندري ايکولوژۍ او چاپېريال او د انسانانو د روغتيا خونديتوب ته پاملرنه کوي. د اټومي ککړو اوبو د حل په طريقو کې د دايمي زېرمې، د هايدروجن ګازو د خوشي کولو، تر خاورو لاندې د پټولو په شمول ډېر پلانونه د انتخاب وړ دي. جاپان د تر ټولو ټيټ اقتصادي لګښت پلان غوره کړی او د اټومي ککړتيا خطر يې پر ټولې نړۍ تپلی دی. د جاپان دغه ناوړه کړنه هرومرو د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره مخامخ ده.
































