د امريکا بهرنيو چارو وزارت د جون په ۳۰مه له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په هکله راپور خپور کړ او د ۲۰۲۱کال په اګست مياشت کې د کابل ټولې مسئلې یې پکې راټولې کړې دي. خو دغه راپور لا هم د امريکا له خوا له خپله لحاظه جوړ شوی،چې پکې پر نورو هېوادونو د تيري کولو، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې، د نورو هېوادونو د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو پر کړنو انتقادونه نه شته، خو په راپور کې افسوس څرګند شوی، چې د پوځونو د وتلو فعاليتونه منظم نه وو.
امريکا د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې د شلو کلونو جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ. د دغې پرېکړې اصلي لامل په افغانستان کې د امريکا په خوله د تش په نامه د ترهګرۍ ضد مبارزو او د دغه هېواد د خلکو د بشري حقونو تامينولو ددندو ختمول او افغانستان سولې او پرمختګ ته رسول نه دي، بلکې په حقيقت کې د امريکا د ډونالډ ټرمپ پخواني حکومت او د جو بايډن اوسني حکومت د جمهوري غوښتونکو ګوند او ډيپلوماتيک ګوند له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو په چارو کې د خلکو د ملاتړ سيالۍ درلودې او په افغانستان کې د جګړې اصلي لګښت ډېر لوړ ؤ. دغه راز امريکا پلان درلود، چې له دغو پیسو او لګښتونو نه په نورو چارو کې استفاده وکړي، نو امريکا د خپلو مشخصو لاملونو پر بنسټ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو فعاليت په بيړني ډول تر سره کړ.
امريکا له افغانستان نه د خپلو پوځونو په ایستلو څه وکړل؟
له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په ترڅ کې رامنځته شوې ګډوډۍ نړۍ حیرانه کړه، چې په کابل هوايي ميدان کې په پر له پسې ډول د ډزو اوازنه وو او امريکايي پوځ څو ځلې پر خلکو ډزې وکړې، چې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته. د امريکايي پوځ ليږدونکې الوتکې په بيړني ډول پورته کېدې وي، چې له ملکي وګړو سره ټکر شوې او حتی ځینې کسان له الوتکو راولوېدل. د دوی له وتلو وروسته د افغانستان په زياتو ځايونو کې ګڼ وسایل د دوی له لاسه ویجاړ شول. امريکا دې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو په هکله د پلټنې راپور خپور کړي او اړوندو مسؤولینو ته چې د جنایتونو لامل شوي، سزا ورکړي. امريکا دې دغه کړنې د ګوندونو تر منځ د سيالې لپاره ونه کړي او له جګړې وروسته د خپلو پوځونو د وتلو لپاره تجربې دې راغونډې نه کړي، خو بايد نړيوالې ټولنې او د افغانستان خلکو ته مسئولانه ځوابونه ورکړي.
دغه راپور د امريکا پر حکومت نيوکه کوي، چې له افغانستان څخه د پوځونو د وتلو په اړه د بحران د اداره کولو په هکله زياتې نظريې نه درلودې او د بد حالت په هکله يې کافي فکرونه نه درلودل،تر څو د فعاليت په بهير کې له ګډوډیو او زور نه مخه پرې نیول شوې وای.
له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو د وتلو په ترڅ کې د غلطيو او تېروتنو په هکله د بايډن حکومت او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت هر وخت پر یو بل مسؤولیت اچوي. جو بايډن دغه تازه راپور ته ځواب ووایه او ویې ویل، چې د ده پرېکړه ټوله سمه وه او د القاعدې سازمان په افغانستان کې شتون نه لري. هغه پر دې ټينګار کړی، چې امريکا بايد نورو ننګونو ته پاملرنه وکړي.
امريکا د وخت او ګټو د اصلي لګښت له حسابولو وروسته د افغانستان پخواني جمهوري حکومت له لاسه ورکړ او د دغه هېواد د اقتصادي ابادۍ او د خلکو بشري حقونه یې پرېښودل. امريکا د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې په پوره توګه د افغانستان د حالاتو د نه ارزونې، د خطرونو لرونکو افغانانو د نه ځای پر ځای کولو او د ملکي وګړو د نه ايستلو په حال کې د پوځونو وتلو بهير تطبيق کړ. د امريکا دفاع وزارت د جون په ۲۷مه نېټه اعلان وکړ، چې اوکراين ته به د ۵۰۰ميليونه ډالرو په ارزښت نوې نظامي مرستې برابرې کړي او دغه مرسته یوه له هغو صلاحیتونو ده، د ۲۰۲۱کال له اګست راهيسې د امريکا د حکومت لخوا د ۴۱ ځل لپاره ياد وزارت ته ورکړل شوی، چې اوکراين ته نظامي تاسيسات برابر کړي.
د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته د افغانستان جګړه ګام په ګام شا ته تللې، د امريکا تر ټولو ټينګ ګام دا دی، چې د افغانستان د مرکزي بانک پانګې کنګل او ورباندې اقتصادي بنديز ولګوي. خو د اوکراين د جګړې په ميدان کې امريکا د لسګونو ميليارډ ډالرو پانګونه کړې ده. لکه بايډن چې خبريال ته داسې ويلي وو، چې زما پرېکړه ټوله سمه وه او ورپسې ژر له خبري ناستې وواته. ټول شی شا ته ځي…….
































