د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست مسوولین وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي و چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی رییس سيدمحمد سعید ویلي چې دغه سیلانیان د بېلابېلو هېوادونو اړوند وګړي وو چې تېر کال افغانستان ته په چکر راغلي وو. د نوموړي په وینا، سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د ورماتولو لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې روان کال به لسزره بهرني سيلانيان هېواد ته راشي. د نوموړي په وینا، سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د ورماتولو لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې روان کال به لسزره بهرني سيلانيان هېواد ته راشي. د نوموړي په وینا، د یادو اسانتیاوو برابرولو لپاره د مالیې وزارت له لوري دوی ته بودیجه هم ورکړل شوې او په دې اړه یې د یادو سیمو ارزونې هم پیل کړي دي.
































