پخواني ولسمشر حامد کرزي، د آلمان د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بایربوک سره د نجونو پر تعلیم خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په دغه ویډیو کنفرانس کې د نجونو د تعلیم او کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو په برخه کې د آنالینا بایربوک د هڅو ستاینه وکړه او د نجونو تعلیم یې د هېواد د روښانه راتلونکې او آبادي او ترقي لپاره حیاتي مسئله وبلله. د خبرپاڼې له مخې دواړو لورو په خپلو خبرو کې د بین الافغاني خبرو پر اهمیت هم نظرونه تبادله کړي دي.
































