د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې یو شمیر وسله والو بریدګرو نن د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د زاهدان په ښار کې د پولیسو په ۱۶ حوزې باندې برید کړی دی. ایراني رسنیو د زاهدان په ښار کې د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې دا برید د یو شمیر وسله والو بریدکوونکو له خوا ترسره شوی دی. په دې نښته کې د یو ایراني پولیسو د منسوب د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی. ددغه برید د مهارولو لپاره د امنیتي ځواکونو له خوا اقدامات ترسره شوي دي. په عین وخت کې د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د یو امنیتي سرچینې د معلوماتو له مخې ویلي، چې اوس مهال وضعیت د ایراني امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی او بریدګر محاصره شوي دي. د تسنیم په نوم یو بل ایراني خبري اژانس ویلي، چې په دې برید کې څلور بریدګر شامل دي، چې د پولسیو د ۱۶ حوزې برج ته ننوتي دي او له هغه ځایه امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
































