د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، ګڼو هغو نجونو ته یې هم د لاسي کار زمینه برابره کړې، چې له شپږم ټولګي پورته له نورو زدهکړو محرومې پاتې دي. دغې ادارې نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغان ښځو د مهارتونو د ودې د سازمان په همکارۍ یې د بېځایه شویو کسانو لپاره د بلخ ولایت په امېد فردا ښارګوټي کې د ګلدوزۍ یوه پروژه پیل کړې ده. د دې ادارې د ټویټونو له مخې یو ټوکر چې د څو اونیو لپاره ګلدوزي ورباندې وشي، په مرسته یې دغه ښځې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو عواید ترلاسه کوي.
































