د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره اړتیا ده چې د پنځه زره طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسېږي. عبدالله ویلي، چې د افغانانو ترمنځ لومړنۍ غونډه به د طالبانو پنځه زره او د دولت د زرو بندیانو د ازادېدو بهیر له پای ته رسېدو یوه اوونۍ ورسته په دوحه کې جوړه شي. په همدې حال کې ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک د شرایطو د تطبیق په خاطر د افغان حکومت ملاتړ او د بشردوستانه اوربند لپاره هڅه وکړي. نوموړي ویلي، سوله ییز، خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان د افغانانو وروستۍ موخه ده، څو په خپله له سیمې او نړۍ سره یو ځای د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو د ساتنې او پیاوړتیا ځواک ولري. د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه حکومت ویلي چې نږدې ۶۰۰ طالب بندیان به د بېلا بېلو لاملونو له مخې خوشې نه کړي.
































