طالبان وایي د دوی او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه خپاره شوي راپورونه د افغان حکومت د استخباراتي کړیو دسیسه ده. د طالبانو د قطر دفتر غړي ملا خیرالله خیرخواه له الجزیرې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي دوی د سیمې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي خو د امریکایي ځواکونو د وژلو پر سر له روسیې د انعام اخیستل د افغان حکومت د استخباراتي کړیو دسیسه ده. هغه زیاته کړې چې دا د افغان حکومت او امریکا د استخباراتي کړیو ګډ پلان دی چې غواړي د امریکا نظامي حضور وغځېږي. نوموړي ویلي په دې اړه ډېر معلومات نه لري خو باوري دی چې له دې وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې پر یو بل بریدونه نه کېږي. خیرخواه ویلي چې د زندانیانو تر خلاصېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي او په وینا یې طالبان دغه خبرو ته بشپړ تیاری لري. خیرخواه د طالبانو د رژیم مهم غړی و چې د اوږدې مودې لپاره به ګوانتانامو کې بندي و او اوس د قطر دفتر له کلیدي غړو ګڼل کېږي.
































