مالیې وزارت وايي چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه دېرش میلیارده او ۵۳۶ میلیون افغانۍ او د وارداتو کچه یې څه باندې ۱۷۳ میلیارده افغانۍ وه. دې وزارت پر خپله ویبپاڼه دا خبر ورکړی او ورسره یې لیکلي چې، د همدې مودې په ترڅ کې له لس زرو زیاتې سوداګریزې محمولې چې ټول وزن یې له ۳ لکه ټنو اوړي د افغانستان له لارې په ټرانزیټ ډول نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
































