د ۲۰۲۳م کال د مصنوعي ځيرکتيا نړیواله غونډه د جولای د ۸مې نېټې په ماسپښين په شانګهای ښار کې پای ته ورسېده. د شانګهای د اقتصادي او معلوماتي ټېکنالوژۍ د کميټې مشر وو جين چنګ د يادې غونډې د پای په مراسمو کې وويل چې په دغه غونډه کې د ۲۸،۸ مليارډو يوانو په ارزښت د ۳۲ سترو پروژو د لاسليکولو ژمنه وشوه.
په دغه درې ورځنۍ غونډه کې څه د پاسه ۱۴۰۰ مېلمنو ګډون کړی او د نندارتون پراخوالی يې له ۵۰ زرو مربع مترو څخه زيات دی. د غونډې په ترڅ کې په عمومي ډول ۱۳۳ موضوعي فورمونه تر سره شول، د روانې میاشتې د ۸مې نېټې د ماسپښين تر ۳ بجو پورې د نندارچيانو شمېر له ۱۷۷ زرو څخه زيات شو.
































