د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۲۲۵ مترمکعب اوبو زېرمې په وړتیا د کرنیزو اوبو د ۶ شبکو د جوړولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې آمر احسان الله سراجي وايي، چې دغه شبکې د اغاخان بنسټ په مالي ملاتړ د شهرک ولسوالۍ په برلاس کلي کې د ۲۲۵ مترمکعب اوبو د زېرمې په وړتیا جوړې شوي، چې پر مټ به یې ۱۵۰جریبه ځمکه خړوبه شي. ورته مهال د یاد کلي اوسېدونکي د یادو شبکو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې له دې وړاندې د دغه کلي ځمکې للمي وې، چې اوسمهال به د دغه شبکو پر مټ خپلې ځمکې اوبه کړي.
































