د کندهار د تېلو په یوه عمومي پلورنځي کې د اورلګېدني له امله ميلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی. د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دغه اورلګېدنه پرون ناوخته پیل شوه، چې وروسته د اطفایې په مرسته مهار شوه. د سرچینې په وینا، د اورلګېدنې په دې پېښه کې ځینې کسان برسېرن ټپیان شوي او اته ميلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی. په کندهار کې د نورم او سټندرډ ادارې رییس محب الله عزام ویلي چې د اورلګېدنې علت د برېښنا شارټي وه. د خوندیتوب د اصولو نه رعایت او نورې بې احتیاطۍ په افغانستان کې د ځینو اورلګېدنو اصلي علت ګڼل کېږي.
































