ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سوډان د سقوط په درشل کې د یوې بشپړۍ داسې کورنۍ جګړې لوري ته روان دی چې ټوله سیمه بې ثباته کولی شي. دا خبرې وروسته تر هغه شوي چې د پلازمېنې خرطوم پر یوه ګڼ مېشته سیمه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول. د سوډان پوځ دا نه مني چې ګنې پر سیمه دوی بمباري کړې ده، خو په بدل کې یې د چټک ملاتړ پر ځواکونو تور پورې کړې چې ګنې پر استوګنیځو سیمو بریدونه کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، په سوډان کې د جګړې له پیلېدو راهیسې نژدې درې میلیونه خلک بې ځایه شوي چې شاوخوا ۷۰۰ زره یې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
































