په اوزبکستان کې د افغان قونسلګرۍ سرپرست محمد ادریس وايي، چې د ياد هېواد په ترمز ښار کې ۱۱۱ افغان محصلینو د ازبکي ادبیاتو او اورګاډي خدمتونو په برخه کې د څلور کلنې دورې له بشپړولو وروسته فراغت ليکونه ترلاسه کړل. د هغه په وينا، دغه ځوانان به ډېر ژر هېواد او خپلو خلکو ته د خدمت په موخه افغانستان ته ستانه شي.
































