د هېواد یو شمېر پانګه والو د کور او ښار جوړولو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، هوډ لري چې د کور او ښار جوړولو وزارت پر پروژو پانګونه وکړي. په کتنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست ډاډ ورکړی، چې یاد وزارت په ټولو پروژو کې ورته د پانګونې زمینه برابرولی شي. هغه زیاته کړې چې په پیروزي استوګنیز ښار ګوتي کې په بشپړه توګه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.
































