په پیرو کې چارواکي وایي پرون یې د برازیل سره په ګډې پولې کې ۲۳ افغانان د قاچاقبرانو څخه ژغورلي دي. د پیرو لویې څارنوالۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دې کډوالو کوښښ کاوه ایکواډور ته ولاړ شي او قاچاقبرانو ته یې پیسې ورکړې وې چې د دې هیواد شمالي سرحد ته یې ورسوي. په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې قاچاقبرانو د دې افغان کډوالو سره ټګي کړې وه او هغوي یې د پیرو – برازیل تر منځ په ګډ سرحد کې په یو کور کې بند ساتلي و ؛ خواړه او د څښاک اوبه یې هم نه ورکولې. په ژغورل شویو کسانو کې څلور یې ماشومان دي چې یو یې پکې دوه میاشتینی ماشوم هم دی. چارواکو پدې هکله څه ندي ویلي چې په ژغورل شویو کې څومره یې نارینه او څومره یې ښځینه دي. د څارنوالۍ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دې افغان کډوالو قاچاقبرانو ته څومره پیسې ورکړې دي.
































