د ننګرهار د کانال ریاست مسوولان وایې، هڅې یې پیل کړې چې په دغه ولایت کې د مالدارۍ فارمونه له سره ورغوي. د کانال ریاست اړوند دویم د مالدارۍ فارم چې له څلورو لسیزو راهیسې ویجاړ پروت و، تازه یې د یو خصوصي شرکت له لوري د ۵۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د بیارغېدو چارې پیل شوې. د د کانال رییس غلام الرحمن کظیم وایې، دغه فارم یې یو خصوصي داخلي شرکت ته په قرارداد ورکړی چې د شیدو د تولید شاوخوا ۵۰۰ د بېلابېلو نسلونو غواګانې به په کې وروزي. نوموړی زیاتوي چې د یادو فارمونو په جوړېدو سره به د بهرنیو بې کیفیته لبنیاتو مخه ونیول شي او لسګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. بلخوا، د قراردادي شرکت مسول وایې، په زر جریبه ځمکه کې دغه ویجاړ شوی د مالدارۍ فارم به له سره ورغوي چې پرمهال به یې ۱۵۰ کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.
































