جوزجان کې بزګران وايي، چې دې ولایت کې د مناسب اقلیم له امله د پنبې کرکیله د پام وړ زیاته شوې ده. دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې هېواد کې د پنبې د پروسس فابریکو او بازار موندنې برخې ته پاملرنه زیاته کړي. د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې د بزګرانو ملاتړ او هڅولو په موخه به د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې غوره پلانونه عملي کړي.
































