د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال پرون پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د اقلیمي بدلون له امله زیانمنو شویو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري او ورته به د اړتيا وړ بودجه په پام کې ونيسي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ملا محمد عباس اخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د کړنو، پلانونو او پېښو ته د یاد وزارت د چمتوالي په اړه د ریاست الوزراء کفیل ته معلومات ورکړل. ملا محمد عباس اخند ویلي، شته امکاناتو ته په پام د پېښو پر مهال مرستو رسولو ته چمتوالی لري او همدارنګه له یو شمېر بهرنیو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي، ترڅو په ګډه د اړتیا پر مهال لاس په کار شي. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي چې د طبیعي پېښو د زیانونو کموالي لپاره د امارتي ادارو د تياري ترڅنګ بايد بين المللي ټولنه هم خپلې مرستې ونه سپموي.
































