د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په لسمه نېټه د ازبکستان د ولسمشر په توګه د شوکت ميرضيايف د ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام وليږه.
شي جين پينګ په خپله پيغام کې ويلي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دواړو مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې د چين او ازبکستان ترمنځ اړيکې ډېرې ټينګې شوې او په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې شوې دي. هغه له ميرضيايف سره کاري ارتباطو او شخصي دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له نوموړي سره د چين او ازبکستان ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا د دوامداره پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ابادۍ ته نوی خوځنده قوت ورکړي.































