د چین د رېل پټليو دولتي شرکت د جون په ۹مې نېټې خبر ورکړ، چې د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د رېل پټلۍ له لارې ۱ میلیارډ ۷۷۰ میلیونه مسافرینو تګ راتګ کړی دی. په تېره بیا په اپریل، مې او جون میاشتو کې د مسافرینو د لیږد رالیږد شمېر ډېر زیات شوی او د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په نسبت 7.6سلنه، 5.6 سلنه او 4.8 سلنه زیاتوالی ښيي. د تېر اپریل په ۲۹مه نېټه د رېل پټليو له لارې د مسافرینو لیږد رالیږد شمېر ۱۹ میلیونو، ۶۶۱ زرو ته رسېدلی او ریکارډ يې جوړ کړی.
د چین د رېل پټليو شرکت مسئول وویل، د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ په عادي کېدو سره د رېل پټليو له لارې د مسافرینو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی. په ټول هېواد کې هره ورځ په منځنۍ توګه 9311 اورګاډي حرکت کوي او دغه شمېر د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په نسبت 11.4 سلنه زیاتوالی ښيي. (هیله)
































