په لغمان کې د جاپان هېواد په مالي مرسته د ۱۹۴ زره او ۵۶۷ ډالرو په لګښت یو کتابتون جوړ او پرانیستل شو. د کتابتون دغه ودانۍ د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د نجونو منځني ښوونځي کې په ۲۴۵ متره مربع ځمکه کې د جاپان هېواد په مالي لګښت د ۱۹۴ زره او ۵۶۷ امریکایي ډالرو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې جوړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو. د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې یاد کتابتون کې یو باب لوی حال، اداري خونې، یوه څاه، د اوبو زېرمې، د مطالعې ۹۰ څوکۍ، ۲۲ المارۍ او ۱۸ مېزونه شامل دي.
































