د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امنیت شورا ته د خپل ربعوار راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي چې که سرپرست حکومت غواړي چې د نړیوالې ټولنې یوه فعاله برخه شي، باید د بشري حقونو ساتنې او ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ګوترېش په دغه څرګندونو کې د ښځو زده کړو، کار او د پخواني جمهوریت د کارکوونکو خوندیتوب ته یې اشاره کړې ده. خو د سرپرست حکومت ویاند بیا وايي چې د بشري حقونو په اړه نړیوال تعریفونه سره توپیر لري او دا تعریفونه په بېلابېلو فرهنګونو، چاپېریالونو او ځینې نورو ارزښتونو پورې تړاو لري. نوموړی وايي، وایي، سرپرست حکومت ټولو وګړو ته له شریعت سره سم حقونه ورکوي، له هېچا سره زیاتی نه کېږي او د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
































