په افغانستان کې د سویډن کمېټې د هر ډول فعالیت درېدو امر شوی دی. د سرپرست حکومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغه امر په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې شوی او په وینایي، تر هغه چې د سویډن حکومت له مسلمانانو څخه د دغه شوم عمل بښنه نه وي غوښتې، ا.ا په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د دریدو امر کوي. په خبرپاڼه کې اړوند ارګانونه مکلف شوي چې د دغه امر د عملي کېدو لپاره په بیړه لاس په کار شي. د افغانستان سرپرست حکومت له نورو اسلامي هېوادونو هم غوښتي چې د سویډن هېواد د دغه ناوړه عمل پر وړاندې پر خپل تعامل غور وکړي.
































