بهرنیو چارو وزارت وایي چې لږ تر لږه څلوېښت هېوادونو پر طالبانو د تاوتریخوالي کمښت غږ کړی دی خو یادې ډلې نه یوازې دا چې تاوتریخوالی یې کم کړی نه دی بلکې لا یې جګړو ته شدت ورکړی دی. د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې په تېره اوونۍ کې د سولې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه دوه غونډې وشوې چې شاخوا ۴۰ هېوادونو پکې برخه اخیستې وه. د هغه په خبره؛ د غونډو ګډونوالو د افغان حکومت له لوري د سیاسي هوکړې ترڅنګ د ټول شموله دولت جوړول او د طالب زندانیانو خوشې کېدل ستایلي او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د تاوتریخوالي کچې په کمولو سره دې ژر تر ژره له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
































