د چين بهرنيو چارو وزارت پر امريکا غږ کړی، چې ژر خپلې ناسمې کړنې سمې کړي او د دواړو هيوادونو په خپلمنځي همکاريو کې دې يو اړخیزه لاسوهنه پای ته ورسوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جولای په لسمې نېټې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې امريکا له وروستيو کلونو راهيسې په بېلا بېلو پلمو دغه هېواد ته د چيني اتباعو د تګ پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د نوموړې په وينا، د امريکا حکومت کله ناکله دغه هېواد ته د چيني محصلينو د عادي داخلېدو مخه هم نيسي او ځينې يې له هېواده شړي.
امريکا په ۲۰۲۱ کال کې د ساينس، تخنيک، انجنيرۍ او رياضۍ د څه کم دوو زرو چيني محصلينو د ويزې غوښتنليکونه رد کړي او د تېر کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې يې چيني محصلينو ته د ورکړل شويو ويزو شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳۸ سلنه ټيټ کړی دی.
د ماو نينګ په وينا، د امريکا حکومت په وروستيو کالونو کې په ناقانونه لارو چیني اتباع او په دغه هېواد کې مېشت چیني اوسېدونکي نيولي او د فنټانيل مسئلې په پلمه يې پر چين تورونه لګولي، چيني اتباع يې تښتولي او پر چينايي تصديو او شخصيتونو يې دعوې کړې دي.
ماو نينګ زیاته کړې، چين يو داسې هېواد چې په قانوني لارو اداره کيږي او د اړوندو ادارو د بهرنيو تصديو د څار چارې يې د قوانينو او حقيقتونو پر بنسټ ترسره کيږي.
چين د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو د پانګونو او د مختلفو هېوادونو د خلکو هرکلی کوي او له قانون سره سم د ټولو حقه حقونه او خونديتوب تامینوي.































