روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا یوازې ۱۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۳۴ زره او ۳۶۶ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، تر اوسه پر کرونا اخته ۹۹۴ کسان مړه شوي او ۲۱ زره او ۱۳۵ نور بیا تر رغېدو وروسته بېرته له روغتونونو رخصت شوي دي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د کرونا وبا مثبتې پېښې په کمېدو او له یادې وبا د جوړېدونکو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی. روغتیایي چارواکي دغه راز وایي چې په هرات کې د لومړي ځل لپاره په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس هیڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
































