د کندوز د کرنې او مالداري ریاست مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د لبنیاتو د تولید کارخونې زیاتې شوې دي. د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د لبنیاتو د تولید کارخونې زیاتې شوي او له همدې امله کندوز ولایت د نورو ولایتونو د لبنیاتو د تولید له پلوه، تر بل هروخته پر ځان بسیا شوی هم دی. د دغه ولایت د کرنې رییس عبدالغفار صدیقي وايي، چې اوسمهال په کندوز کې د لبنیاتو ۱۵ کارخونې فعالې دي، چې د ورځې تر لسو زره لیټره پورې شيدې پروسس کوي.
































